CRI Online

د چين د ملي اقتصاد له عمومي پلټنې څخه درې مثبتې نښې څرګندېږي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-20 19:01:38

د چين د احصائيې ملي ادارې د چارشنبې په ورځ يعنې د نومبر په شلمه نېټه د چين د ملي اقتصاد د څلورمې عمومي پلټنې پايله خپره کړه. له دغې پايلې څخه څرګندېږي چې په تېرو پنځو کلونو کې د چين د اقتصاد پيمانه په ښکاره توګه پراخه شوې، جوړښت يې ګام په ګام غوره شوی او کيفيت يې په پر له پسې توګه لوړ شوی دی. له دې څخه څرګندېږي چې د چين اقتصاد د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ په لوري ګام پورته کوي.

له ۲۰۰۴ م کال راهيسې، چين په هر پنځو کلونو کې د يو ځل لپاره د ملي اقتصاد عمومي پلټنه کوي. له يادې پلټنې څخه د چين د اقتصاد د پرمختګ په برخه کې درې مثبتې نښې څرګندېږي. لومړی، د درېيمو چارو يعنې خدمتي چارې د چټک پرمختګ په حال کې دي او د چين د اقتصاد د جوړښت د پر له پسې غوره والي سبب ګرځي. دوهم، په چين کې د سوداګرۍ چاپيريال ګام په ګام ښه کېږي او په بازار کې د سوداګريزو سازمانونو او سوداګرو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي چې دا د اقتصاد د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ لپاره خوځنده ځواک دی. درېيم، د نوښت پر مټ پرمختګ د چين د اقتصاد د پرمختګ ښه بنسټ دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای