CRI Online

د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ نهم فورم په بروکسيل کې ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-11-21 09:18:07
د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ نهم فورم په بروکسيل کې ترسره شو

د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ نهم فورم د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه د بلژيک په پلازمېنه بروکسيل کې ترسره شو. د چين او اروپا د سياست، سوداګرۍ او پوهنې په برخو کې استازو د توپيرونو له شتون سره سره د ګډې نظريې تر لاسه کولو عنوان لاندې د دواړو خواوو د اړيکو او په بېلا بېلو برخو کې د خپلمنځي همکارۍ، پيوستون او نړيوالې ادارې په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله ژور بحثونه وکړل.

په اروپايي ټولنه کې د چين د ديموکراتيک پلاوي موقتي شارژدافير وانګ هونګ جيان په دغه فورم کې وويل چې راتلونکی کال د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۴۵مې کاليزې سره برابر دی او يو لړ مهم سياسي کارونه به ترسره شي، نو د دغه فورم د جوړېدو وخت مناسب دی. چين او اروپايي ټولنه د ستراتيژيکو همکارانو په توګه د بنسټيزو ګټو په برخه کې اختلاف نه لري او همکاري تل د دواړو خواوو په اړيکو کې عمده تمايل دی او ګډې نظريې يې د توپيرونو په نسبت زياتې دي. موږ بايد د دواړو خواوو ترمنځ همکاري لا نوره پياوړې کړو. اروپايي ټولنه بايد له چين څخه د پرانيستنې د لا پراخولو د غوښتلو په عين وخت کې د اقتصادي بازار د اصولو مراعات وکړي او چيني تصديو ته دې عادلانه او برابری سوداګريز چاپېريال برابر کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای