د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د بهرنيو ارتباطاتو څانګې د نومبر په ۲۰مه نېټه د جيانګ شي ولايت په نان چانګ ښار کې د دغه ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې د څلورمې عمومي غونډې روحيې د بيانولو ناسته جوړه کړه او د نږدې ۵۰ هېوادونو د بېلا بېلو ګوندونو څه دپاسه ۲۰۰ استازو په دغه ناسته کې برخه درلوده.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د بهرنيو ارتباطاتو څانګې مرستيال مشر ګوه يې جو په دغه ناسته کې وويل، ياده غونډه ځکه ستر اهميت لري چې دا لومړی ځل دی چې د چين د کمونېست ګوند نولسمه مرکزي کمېټه د څلورمې عمومي غونډې له لارې د دولتي نظام او د هېواد اداره کول څېړي. د چين ځانګړتيا لرونکي سوسيالستي نظام د چين د اقتصاد او ټولنې د ګړندي او دايمي پرمختګ بنسټيز ضامن دی او بنسټيزه ځانګړتيا او لويه وړتيا يې د چين د کمونېست ګوند لارښوونه ده. د چين کمونېست ګوند غواړي د بېلا بېلو هېوادونو له سياسي ګوندونو سره تبادلې او ډيالوګ پياوړی کړي چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره د سياسي ګوندونو ځيرکتيا او هوښيارۍ برابرې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |