د م م د ماشومانو د صندوق استازي او د چين ځوان سندرغاړي وانګ يوان د نومبر په ۲۰ مه نېټه د م م په مقر کې په يوه لوړ پوړې غونډه کې وينا وکړه. دغه غونډه د ماشومانو د حقوقو تړون د تصويب د ۳۰مې کليزې د لمانځنې لپاره تر سره شوه. نوموړي د همدې ورځې په غونډه کې وويل چې که څه هم په تېرو ۳۰ کلونو کې په نړۍ کې د ماشومانو لخوا د زده کړې د تر لاسه کېدو په اړه حالات ښه شوي خو بيا هم زيات ماشومان د زده کړې لپاره ښه فرصتونه نه لري. نړيواله ټولنه بايد په دې اړه د حل لايحه وړاندې کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |