CRI Online

د چين د اقتصادي احصائيې نوې نتيجه خپره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-11-21 15:22:19

د چين د اقتصاد د څلورمې احصائيې ابلاغيه د نومبر په شلمه نېټه خپره شوه . د دې شمېرنې له مخې د چين د دوهم او درېيم صنعت په باب معلومات تر لاسه شوي دي او ور څخه د چين د اقتصاد او ټولنې پرمختيايي حالت هم څرګند شوی دی.

د چين د دولتي شورا د اقتصاد د څلورمې احصائيې د لارښوونکې ډلې د دفتر مرستيال او د چين د شمېرنې ادارې مرستيال شيان ځو ده د نومبر په شلمه نېټه د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر له خوا په جوړه شوې خبري ناسته کې وويل چې د چين د اقتصاد د څلورمې احصائيې عمده موخه دا ده چې د چين د دوهم او درېيم صنعت د پرمختيايي پيمانې،جوړښت او ګټو پلټنه وشي،پر صنعتي سازمانونو، جوړښت، تخنيکونو، بڼو او د توليدي عواملو پر جوړښت ښه پوه شي او د ټولو اړوندو ارګانونو او شرکتونو د پورونو او د نورو چارو د پرمختګ په باب معلومات تر لاسه شي. ياده څلورمه شمېرنه د بېلا بېلو ارګانونو د بنسټيزو حالاتو او اقتصادي فعاليتونو د پټلنې له لارې د چين د ورخلاصون او پرمختګ د نوي حالت ښکارندويي کوي او د عمومي اقتصادي کنترول د ښه والي، د برابرونکي جوړښت د اصلاحاتو د ژورتيا،د منځنۍ او اوږدې مودې لپاره د پرمختيايي پلان د جوړونې ، د دولتي اداري سيستم او توان د پياوړتيا لپاره يې د شمېرنو زمينه برابره کړې ده.د دې شمېرنې د نتيجې په هکله هغه وويل، د ۲۰۱۸ کال په پای کې په ټول هېواد کې په دوهم او درېيم صنعت کې د هغو حقوقي شخصيت لرونکو ارګانونو او شرکتونو شمېر ۲۱ مليونه ۷ لکه او ۸۹ زرو ته رسيدلی چې دغه رقم د ۲۰۱۳ کال د پای په پرتله لس مليونه نهه لکه او دوه دېرش زره زيات شوی او د زياتوالي انډول يې په سلو کې سل اعشاريه اووه زياتوالی موندلی دی.د شخصي سوداګرو شمېر ۶۲ مليونه ۹ لکه او ۵۹ زرو ته رسيدلی دی.

د دغې شمېرنې د نتيجې له مخې د ۲۰۱۸ کال په پای کې د چين د دوهم او درېیم صنعت په حقوقي شخصيت لرونکو ارګانونو او شرکتونو کې د کارکوونکو شمېر ۳۸۰ مليونه و چې دغه رقم د ۲۰۱۳ کال د پای په پرتله نژدې ۲۸ ملیونه زيات شوی او د زياتوالي انډول يي په سلو کې اووه اعشاريه ۶ لوړ شوی دی . په دې جمله کې د ښځينه کارکوونکو شمېرڅه باندې ۱۵۰ مليونه و چې دغه شمېر د يادو ټولو کارکوونکو د عمومي شمېر په سلو کې ۳۷ اعشاريه ۷ برخه نيولې ده.

د دې ترڅنګ له دغې شمېرنې څخه د چين د اقتصادي جوړښت ستر بدلونونه ښکاري. شيان ځو ده دې ته په اشارې سره وويل چې چين د پرمختيايي لارو چارو د بدلون، د اقتصادي جوړښت د ښه والي او د پرمختيايي انجن د بدلون په کليدي پړاو کې دی.د اقتصاد څلورمه شمېرنه د چين د اقتصادي جوړښت د ښه والي او د اقتصاد د همغږۍ او پرمختګ په برخه کې د نوي حالت ښکارندويي کوي. د بېلګې په توګه د اړوندو ارګانونو او شرکتونو د شمېر، کارکوونکو ، شتمنيو او عايداتو له لحاظه درېيم صنعت په اقتصاد کې زياته برخه نيولې ده او د چين د اقتصاد د لومړي صنعت په توګه ګڼل کيږي. هغه وويل ، د دغې شمېرنې له مخې په درېيم صنعت کې د اړوندو ارګانونو شمېر د دوهم او درېيم صنعت د اړوندو ارګانونو او شرکتونو د عمومي شمېر په سلو کې اتيا اعشاريه درې برخه نيولې ده. د بېلګې په توګه صنعتي جوړښت هم ښه شوی او توليدي چارو پرمختګ موندلی دی. په دغه شمېرنه کې د عصري تخنيکونو په توليدي چارو کې د اړوندو شرکتونو او ارګانونو شمېر د لويو توليدي شرکتونو او ارګانونو د عمومي شمېر په سلو کې نهه اعشاريه پنځه برخه ونيوله.

هغه زياته کړه چې له دغې شمېرنې څخه ارزښتمن ارقام تر لاسه شوي دي. اړوندې څانګې به د دغو شمېرنو له لارې د شمېرنو د شريکولو او باکيفيته پرمختګ د پرمخبيولو لپاره د شمېرنو ضمانت برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای