CRI Online

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د لوی خليج راډيو : امريکايي سياسيونو خپل چټل لاسونه د نورو قلمرو ته غځولي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-21 16:45:13

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د لوی خليج راډيو د نومبر په ۲۰ مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی،امريکايي سياسيونو خپل چټل لاسونه د نورو قلمرو ته غځولي. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا مشرانو جرګې څو ورځې دمخه د ۲۰۱۹ کال د هانکانګ د بشري حقوقو او ډيموکراسۍ لايحه تصويبه کړه.

د لوی خليج راډيو لخوا په دغه خپرې شوې تبصره کې ويل شوي چې د امريکا مشرانو جرګې د هانکانګ په اړه يوه لايحه تصويبه کړه چې پدې سره يې تور ته سپين او سپين ته تور ويلي او دا د چين په کورنيو چارو کې بربنډه لاسوهنه ده، د امريکا دغه کړنه د نړيوال قانون او نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه سرغړونه ده او د امريکا د ځينو شرمېدلو سياسيونو بد نيت ترې ښکاري.

همدارنګه په دغه تبصره کې زياته شوې چې هر چېرې چې امريکايي سياسيونو خپل چټل لاسونه اوږده کړي، همغه ځای کې به ارام نه دی پاتې شوی. کله چې دوی خپل لاسونه عراق ته اوږده کړل، نو عراقيان بېوزله او وځپل شول. کله چې دوی خپل لاسونه اکراين ته اوږده کړل، نو د دغه هېواد خلک په يوه شپه په اروپا کې تر ټولو بې وزله ياد شول. کله چې دوی خپل لاسونه سوريې ته اوږده کړل، ګڼ سوريايان د مجبوريت له مخې نورو هېوادونو ته کډه شول. اوس دوی غواړي خپل چټل لاسونه هانکانګ ته وغځوي او غواړي هانکانګ ويجاړ کړي او د چين د پرمختګ مخه ونيسي. دوی خپلځان تر ټولو سم او ځيرک بولي! د چين پر وړاندې به دوی خامخا ناکام او ناچله پاتې شي. د هانکانګيانو په ګډون يو ميليارډ او څلور سوه ميليونه چينايانو لاوړاندې د امريکايي سياسيونو بدنيت پېژندلی! هانکانګ د چين خاوره ده او په چارو کې يې هيڅ بهرنی قوت مداخله نه شي کولی. د چين حکومت او خلک به په ټينګه اراده او ټينګ هوډ خپل ملي حاکميت او يووالی وساتي او نړۍ کې هيڅوک او هيڅ قوت بايد زموږ ټينګې ارادې او ټينګ هوډ ته سپکاوی ونه کړي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای