CRI Online

د هانکانګ خاصې اداري سيمې حکومت د امريکا د ولسي جرګې لخوا د هانکانګ په اړه د دوو قانوني مسودو له تصويبېدو سره ټينګ مخالفت وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-11-21 19:06:51

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د هانکانګ د خاصې اداري سيمې حکومت د نومبر په ۲۱مه نېټه د امريکا د ولسي جرګې لخوا د هانکانګ د بشري حقوقو او ډيموکراسۍ قانوني مسودې په شمول د دوو قانوني مسودو له تصويبېدو سره ټينګ مخالفت وکړ. دغه حکومت څرګنده کړه چې دغه دوه قانوني مسودې نه يوازې د هانکانګ په چارو کې لاسوهنه کوي، بلکې د زور زياتي لاريون کوونکو ته ناسمې نښې ورکوي او د هانکانګ د حالاتو د ښه والي لپاره ګټورې نه دي.

د دغه حکومت وياند د نومبر په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ چې يادې دوه قانوني مسودې بې دليله او بې اعتباره دي او د هانکانګ او امريکا ترمنځ اړيکو او د دواړو خواوو ګټو ته زيانونه رسوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای