د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان د نومبر په ۲۱مه نېټه په بېجينګ کې د ۲۰۱۹ کال د نوښتي اقتصاد فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.
وانګ چي شان وويل، چې چين به د سوله ييز پرمختګ پر لارې ټينګار وکړي. چينايان هيله لري چې له نړيوالو سره د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او له نړيوالو ننګونو سره د مبارزې لپاره ګډې هڅې وکړي او په ګډه د نړيوالې سولې او پرمختګ مسئوليت پر غاړه واخلي او د ادارې، اعتماد، سولې او پرمختګ لارې چارې ومومي. په نړۍ کې دې د م م په مرکزيتوب نړيوال سيستم وساتل شي او د نړيوالې ادارې عادلانه او مناسب نظام دې جوړ شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |