CRI Online

د چين هوښيارتيا د ۴ کسرونو د له منځه وړلو لپاره ګټوره ده

cri     (GMT+08:00) 2019-11-21 20:10:36

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د نومبر په يوويشتمه نېټه (( د چين هوښيارتیا د ۴ کسرونو د له منځه وړلو لپاره ګټوره ده )) تبصره خپره کړه.

په دغه تبصره کې ويل شوي چې په همدې ورځ په بېجينګ کې د نوښتي اقتصاد په فورم کې چيني خوا د نړيوالې ټولنې د ادارې، پرمختګ اعتماد او سولې په شمول د څلورو کسرونو د حل لپاره د تګلارې وړانديز وکړ.

د چين د وړانديز له مخې، د يادو څلورو کسرونو لپاره دې د نړيوالې ادارې عادلانه او مناسب نظام جوړي شي، پر ورخلاصون، نوښت او ټول شموليت دې ټينګار وشي، د برابرۍ، ګډو سلامشورو او تفاهم، متقابل درناوي او باور او د ګډو نظريو له لارې دې يو پر بل اعتماد پياوړی شي، د امنيت په برخه کې دې شريک، جامع، همکاريز او دوامدار افکار وروزل شي.

د فورم د ګډونوالو له خوا د چين وړانديز ومنل شو، له دې څخه څرګنديږي چې ورخلاصون، همکاري، نوښت او جامعيت د نړيوال اقتصادي پرمختګ په اړه پراخ نظر دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای