د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د نومبر په ۲۱مه نېټه ((امريکا د خپلو دوه ګونو معيارونو له امله بدنامه ده)) تبصره خپره کړه.
په دغه تبصره کې ويل شوي چې ټول خلک په دې پوه دي چې د امريکا د سنا مجلس له خوا د ۲۰۱۹ کال د هانکانګ د بشري حقوقو او ديموکراسۍ د لايحې تصويب د ديموکراسۍ او بشري حقونو په موخه نه بلکې له افراطي او زورزياتي مجرمينو څخه د ملاتړ په مانا ده او موخه يې له چين سره مخالفت او په هانکانګ کې د ګډوډۍ جوړونه ده. د امريکا دغه سرزورې کړنه به ناکامه شي او له دغې رياکارانه کړنې څخه د امريکا دوه ګوني معيارونه بربنډ شوي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |