CRI Online

لي که چيانګ د عمده نړيوالو اقتصادي او پولي ارګانونو له مسؤلينو سره د ګرد ميز څلورمه غونډه تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-11-21 20:16:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۲۱مه نېټه د تياو يو تای په ملي مېلمستون کې د نړيوال بانک د مشر ډويډ مالپاس، د نړيوال پولي صندوق د مشرې قريستالينا ګيورګيوا، د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د مرستيال مدير الان وولف، د کارګرو د نړيوال سازمان د مدير ګی ريدر، د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان د سرمنشي انجيل ګوريا او د پولي ثبات شورا د رئيس راندال قوارليس په شمول د چين او يادو شپږو سازمانونو ترمنځ د ګرد ميز څلورمه غونډه تر سره کړه. برخوالو د نړيوال اقتصاد د پراختيا، ثبات او ښه کيفيت لرونکي پرمختګ تر عنوان لاندې د نړيوال اقتصاد د راتلونکي، د ننګونو د ليرې کولو د اړوندو تدبيرونو او د نړيوالو اداري اصلاحاتو د پياوړتيا په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای