CRI Online

لي که چيانګ د عمده نړيوالو اقتصادي او پولي ارګانونو له مسؤلينو سره يو ځای له خبريالانو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-11-21 20:19:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۲۱مه نېټه په بېجينګ کې د تياو يو تای په ملي مېلمستون کې د نړيوال بانک د مشر په شمول د عمده نړيوالو اقتصادي او پولي ارګانونو له مسؤلينو سره د ګرد ميز د څلورمې غونډې له پای ته رسېدو نه وروسته په ګډه له خبريالانو سره وکتل.

لي که چيانګ په دغه خبري ناسته کې وويل، چې موږ د نړيوال اقتصاد د پراختيا، ثبات او ښه کيفيت لرونکي پرمختګ تر عنوان لاندې د نړيوال اقتصاد د راتلونکي، د نړيوال اقتصاد د ادارې او د چين د اقتصاد د پرمختګ په شمول د ګڼ شمېر مطالبو په اړه د نظريو تبادلې وکړې او ګډې نظريې مو تر لاسه کړې. بېلا بېلې خواوې په دې نظر دي چې اوس د نړيوال اقتصاد زياتوالی د ورو کېدو په حال کې دی او بېلا بېل پيچلي عوامل د نړۍ د بيو او توليداتو پر ځنځيرونو باندې منفې اغيزه لري. نو موږ بايد د دې عواملو د له منځه وړلو لپاره پر څواړخيزم او ازاد اقتصاد ټينګار وکړو، د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير او د منلو قواعدو پر مټ دې څواړخيز تجارتي مکانيزم وساتو او نړيوالې همکارۍ دې پياوړې کړو. موږ بايد د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر اساس د اقتصاد نړيوال اداري سيستم بشپړ کړو. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای