CRI Online

په پاکستان کې د چين لوی سفير ياو جينګ د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په هکله د امريکا اړوندې مسئولې پر بې بنسټې خبرې انتقاد وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-11-23 16:29:36

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې، په پاکستان کې د چين لوی سفير ياو جينګ د نومبر په ۲۲مه نېټه د پاکستان په اسلام اباد کې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په هکله مطبوعاتي فورم کې څرګنده کړه چې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د ابادۍ له څه باندې شپږو کلونو راهيسې پاکستان ته يې سترې اقتصادي او ټولنيزې ګټې رسولې دي. هغه خبرې چې د جنوبي اسیا چارو د ادارې په هکله د امريکا د خارجه وزير مرستيالې اليس ويلس لږه موده مخکې د دغه دهليز د تور لګولو لپاره کړې وې، بيخې بي بنسټه دي.

سفير ياو جينګ وويل چې دغه دهليز له جوړېدو څخه راپدې خوا د پاکستان خلکو ته څه دپاسه ۷۵۰۰۰ مستقيم کارونه او دوه لکه غير مستقيم کارونه برابر کړي چې په دغه هېواد کې د هر تن په سر عايد ۲۳سلنه زيات شوی دی. د پاکستان د حکومت د اټکل له مخې، دغه دهليز به له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۳۰ کال پورې دغه هېواد ته ۲مليون ۳لکه کارونه برابر کړي او د دغه هېواد د کلني ملي اقتصاد د پرمختګ هڅونه به وکړي چې له دوه سلنې څخه تر ۲اعشاريه ۵سلنې پورې زيات شي.

اليس ويلس د نومبر په ۲۱مه نېټه وويل چې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز يوازي د چين لپاره ګټې لري، امريکا پاکستان ته لا ښه موډل برابرولی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای