CRI Online

په دايکندي ولايت کې اتو افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

cri     (GMT+08:00) 2019-11-24 17:15:04

د دايکندي ولايت وياند سکينه احساني د نومبر په ۲۴مه نېټه وويل چې دا تصديق شوې چې وسله والو کسانو د دغه هېواد په مرکز د کاجران په ولسوالي کې پر يوې تلاشۍ پوستې بريد کړی چې اتو افغان امنيتي ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د خبر له مخې، د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه د څلورو ساعتونو لپاره دوام کړی چې د پوليسو او امنيتي ځواکونو په شمول اته تنه مړه شوي او دري تنه ټپيان شوي دي.

د طالبانو په قول د دوی ډلې ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو مشخص مالومات نه دي په ډاګه شوي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای