CRI Online

په افغانستان کې د فعالو ډلو پر هڅو سر بېره د ښځو پر وړاندې د زورزياتي پېښې زياتې شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-11-24 19:45:17

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، پر هڅو سر بېره له تېرو څو لسيزو راهيسې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې زورزياتی لا هم د ښځو حقونو د فعالو ډلو او د جنډر مساوات پروګرامونو د پر مخ بېوونکو لپاره ترټولو مهم ټکي دي.

د ښځو پر وړاندې د زورزياتي له منځه وړلو نړيواله ورځ د نومبر له ۲۵ مې نېټې سره برابره ده. د افغانستان د بشر حقونو کمېسيون د روانې مياشتې په ۲۳ مه نېټه يو راپور خپور کړ چې پکې يې په لومړيو اوو مياشتو کې د ښځو پر وړاندې د زورزياتيو شمېر ۲۷۶۲ ته رسېدلی.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د راپور له مخې، د ښځو او نجونو پر وړاندې زورزياتی د اندېښنې وړ موضوع ده ځکه چې ښځو او نجونو له ودونو څخه تر فزيکي وهلو پورې له بېلا بېلو زورزياتيو سره مخ دي.

د افغان ښځينه فعالينو هم د ښځو پر وړاندې د زورزياتيو شمېر په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او و يې ويل چې د ښځو پر وړاندې ځانګړي زورزياتی بايد د رسمي قضايي ارګانونو لخوا ورته پاملرنه وشي او په غير رسمي ډول حل نه شي.

هغې ښځې او نجونې چې د افغانستان په کليوالو سيمو کې له بېلا بېلو زورزياتی سره مخ دي اکثريت يې د خپلو حقونو څخه بې خبره دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو لوړ پوړو چارواکو د ښځو پر وړاندې زورزياتی غندلی او په بېلا بېلو دولتي کچو کې يې د ښځو شتون او کار ټينګار کړی دی.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای