CRI Online

چين هيله لري چې بهرني هېوادونه د چين د پوهنې ملکيت حق وساتي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-26 15:15:05

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې دفتر او د دولتي شورا دفتر په دې وروستيو ورځو کې د پوهنې ملکيت حق د ساتنې پياوړتيا په هکله سند خپور کړ او په نوې زمانه کې يې د پوهنې ملکيت حق د ساتنې پياوړتيا په اړه کارونه ترتيب کړي دي. د چين د پوهنې ملکيت حق د دولتي ادارې مسئول د نومبر په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې چين د بهرنيو هېوادونو د پوهنې ملکيت حق ساتي او د دې ترڅنګ له نورو هېوادونو هم ور ته هيله لري چې د چين د پوهنې ملکيت حق وساتي.د چين حکومت له ټولو بازاري ګډونوالو سره بې توپيره چلند کړی او د دوی د نوښت او سوداګرۍ لپاره يې ښه فضا برابره کړې ده. د دې ترڅنګ چين به په بهرنيو هېوادونو کې د پوهنې د ملکيت حق ساتنه پياوړې او په دې برخه کې به له چيني تصديو سره مرستې زياتې کړي.

تر اوسه پورې د چين حکومت د پوهنې ملکيت حق په اړه نژدې ټولو نړيوالو تړونونو کې ګډون کړی او له څه باندې شپېتو هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو سره يې دوه اړخيز همکاريز تړونونه او تفاهم ليکونه لاسليک کړي او د پوهنې ملکيت حق د نړيوال سازمان له پنځوسو غړو هېوادونو سره يې رسمي همکاريزې اړيکې ټينګې کړې دي.

د ياد سند له مخې بايد نړيوالې همکارۍ پياوړې، د پوهنې ملکيت حق لرونکو سره د نظريو تبادلې لارې چارې دې زياتې ، په نورو هېوادونو کې دې د پوهنې ملکيت حق د ساتلو په برخه کې له چيني تصديو سره مرستې ډېرې او د اړوندو معلوماتو د تر لاسه کولو ميکانيزم پياوړی شي.د پوهنې ملکيت حق د دولتي ادارې مرستيال ګان شاو نينګ وويل: مونږ د بهرنيو هېوادونو د پوهنې ملکيت حق ته درناوی کوو او دغه حق ساتو، خو له دوی هم دا هيله لرو چې د چين د پوهنې ملکيت حق وساتي. مونږ بايد په پر له پسې توګه له مځنيو، کوچنيو،شخصي او بهرنيو تصديو سره د نظريو د تبادلې ميکانيزم بشپړ کړو او په بې توپيري رويې سره دې په بازار کې له ټولو ګډونوالو سره ښه چلند وکړو تر څو د دوی د نوښت او سوداګرۍ لپاره لا ښه فضا برابره شي.

اوس د چين حکومت د پوهنې ملکيت حق د پوره ساتنې لپاره قانوني سيستم جوړ کړی او په ځينو مهمو برخو کې يې د پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو د پوهنې د ملکيت حق ساتنه پياوړې کړې چې د چين دغه کړنه د نړيوالې ټولنې له خوا منل شوې ده. د دې ترڅنګ له دې کبله د نوښت او سوداګرۍ لپاره د چين کورنی چاپيريال هم ډېر ښه شوی دی.

په ياد سند کې د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په برخه کې له چيني تصديو سره د مرستو زياتوالی د پاملرنې وړ دی . په دې هکله د چين د پوهنې ملکيت حق د دولتي ادارې مرستيال ګان شاو نينګ وويل : په بهرنيو هېوادونو کې د معلوماتي خدمتونو د ډګر جوړونه به په دغو هېوادونوکې د پوهنې د ملکيت حق د ساتنې د قوي کېدو سبب وګرځي. مونږ بايد په فعاله توګه د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په برخه کې له نورو هېوادونو سره همغږي پياوړې کړو،د پوهنې ملکيت حق د معلوماتي خدمتونو ډګر بايد بشپړ کړو او په دې برخه کې دې له کشالو او جنجالونو سره د مقابلې مرکز جوړ کړو تر څو په بهرنيو هېوادونو کې له چيني تصديو سره لازياتې مرستې وکړو. د دغه سند د اړوندې غوښتنې له مخې د پوهنې د ملکيت حق د ساتنې سيستم لا بشپړ شي او په قانوني، اداري، اقتصادي، تخنيکي او ټولنيزو اداري لارو چارو دې په دې برخه کې اړونده ساتنه پياوړې شي تر څو د پوهنې د ملکيت حق د ساتنې توان او سويه لوړه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای