CRI Online

په هانکانګ کې د ګډوډۍ ختمول د خلکو بيړنۍ غوښتنه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-11-26 21:19:22

د چين مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د نومبر په ۲۶مه نېټه تر دې سرليک لاندې يوه تبصره خپره کړه چې په هانکانګ کې د ګډوډۍ ختمول د خلکو بيړنۍ غوښټنه ده.

په تبصره کې دې ته په اشارې سره ويل شوي چې د امريکا کانګرس څو ورځې مخکې د هانکانګ د ۲۰۱۹ کال د تش په نامه د بشري حقوقو او ديموکراسۍ قانوني سند تصويب کړ چې دا د چين په کورنيو چارو کې مداخله ده او په پرانيستې توګه د زور زياتي له مجرمينو څخه ملاتړ کوي. چين د امريکا له دې اقدام سره ټينګ مخالفت کوي او سخته غندنه يې وکړه. اوسمهال هانکانګ د بشري حقوقو او ديموکراسۍ له مسئلو سره مخامخ نه دی، خو بايد ژر تر ژره د ګډوډۍ حالات ختم کړي، عادی نظم اعاده کړي او قانوني ادارې وساتي.

په تبصره کې ويل شوي چې د زور زياتي عاملين او ملاتړي يي د نړيوالې ټولنې ګډ دښمانان دي او د زور زياتي کوونکو او د ګډوډۍ مخه نيول د نړيوالې ټولنې ګډه پيژندنه ده. د زياتو شواهدو له مخې، په هانکانګ کې د اوسنيو حالاتو واقعيت د بهرنيو قواوو او په هانکانګ کې د چين پر ضد د ګډوډۍ جوړوونکو لخوا پلان شوی د هانکانګ رنګين انقلاب دی. د امريکا په کانګرس کې تصويب شوی قانوني سند د دغه کودتا يوه مهمه برخه ده. د خوښۍ خبره دا دی چې په هانکانګ کې د عدالت په پلې کېدو سره زور غواړو ته زياتې ضربې رسول شوي. د امريکا ځيني کسان بايد په هانکانګ کې د زور زياتي جرمونو له تر سره کوونکو څخه ملاتړ ونه کړي او د هانکانګ د مسئلې په پلمه په چين کې لاس وهنه سمدستي پای ته ورسوي. که امريکا خپلو لاسوهنو ته دوام ورکړي، نو چين به اړين تدبيرونه ونيسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای