CRI Online

د ګډوډۍ ختمول او د نظم اعاده کول د هانکانګ د ټولنې ګډه هيله ده

cri     (GMT+08:00) 2019-11-26 21:35:26

د چين د سين هوا خبري اژانس د نومبر په ۲۶مه نېټه تر دې سرليک لاندې يوه تبصره خپره کړه چې د ګډوډۍ ختمول او د نظم اعاده کول د هانکانګ د ټولنې ګډه هيله ده.

په تبصره کې ويل شوي چې د هانکانګ بېلا بېلو ټولنو د هانکانګ د ۲۰۱۹ کال د هغه تش په نامه د بشري حقوقو او ديموکراسۍ قانوني سند سخته غندنه وکړه چې د امريکا کانګرس څو ورځې مخکې تصويب کړی. اوسمهال هانکانګ د بشري حقوقو او ديموکراسۍ له مسئلو سره مخامخ نه دی، خو بايد ژر تر ژره د ګډوډۍ حالات ختم کړي او عادی نظم اعادي کړي.

په تبصره کې ويل شوي چې د پنځو مياشتو راهيسې په هانکانګ کې د زور زياتي جرمونه رامنځته شوي چې قانوني ادارې او ټولنيز نظم يې تر پښو لاندې کړی، د هانکانګ سمسورتيا او ثبات يې ويجاړ کړي او په يو هېواد کې د دوو نظمونو د پلي کولو اصول يې چلنج کړي. هره متمدنه ټولنه او قانوني اداره زور زياتی نشي زغملای او د زور زياتي خلاف آوازونه په ټول هانکانګ کې پورته کيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای