چين د ۱۹۹۷ کال د جولای په لومړۍ نېټه د هانکانګ حاکميت بيا تر لاسه کړ. ۲۲ کاله تير شوي، هانکانګ نه يوازې د استعمار له ظلم څخه خلاص شوی بلکې د چين د مرکزي حکومت تر ملاتړ لاندې د وطن له سترې برخې سره د اصلاحاتو او ورخلاصون له برياليتوبونو څخه يې ګټې اخيستې او د چيني ملت د بيا سمسورتيا دنده يې په شراکت تر سرهکړې او ډېر پرمختګونه يې کړي دي.
د امريکا په شمول د لويديځو هېوادونو ځينو سياستوالو د نوي چين د پورته والي په وړاندې د برابرې رويې سلوک له پامه غورځولی دی او غېر مناسبې تګلارې يې غوره کړې. اوس دوی غواړي په هانکانګ کې د ګډوډۍ جوړولو له لارې د چين د مخنيوي شوم نيت تر سره کړي.
د ديموکراسۍ په پلمه زورزياتي او د ازادۍ په پلمه ترهګري د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د منلو وړ نه دي. يو مسئولانه حکومت هرومرو د دغسې کړنو پر وړاندې غبرګون ښيي. دابه هيڅکله بدله نه شي چې هانکانګ د چين د خاورې يوه برخه او د چين يوه خاصه اداري سيمه ده، په هانکانګ کې د ګډوډۍ جوړولو او د سمسورتيا د ماتولو ټول شوم نيتونه به ناکامه شي او هانکانګ به تل د چين هانکانګ وي!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |