CRI Online

په بريتانيا کې د چين سفير: چين غواړي چې د همکاريو او ګډو برياليتوبونو پر بنسټ له بېلا بېلو هېوادونو سره سمندري اړيکې ټينګې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-27 16:16:50

د سمندري چارو د نړيوال سازمان ۳۱مه غونډه د نومبر په ۲۶مه نېټه په لندن کې تر سره شوه.د همدې ورځې په شپه په بريتانيا کې د چين سفارت او د چين د ترانسپورټ وزارت په ګډه په دې ښار کې د دې غونډې د ګډونوالو لپاره يوه مېلمستيا جوړه کړه. په بريتانيا کې د چين لوی سفير ليو شياو مينګ په دې مېلمستيا کې وويل چې چين به د ګډو مشورو ، ابادۍ او له نورو هېوادونو سره د اړوندو معلوماتو شريکولو په اړه د سمندري چارو د نړيوالې ادارې د افکارو په لرلو سره په نړيوالې سمندري ادارې کې ګډون وکړي، په اړوندو ساحو کې به د متقابلو ګټو پر بنسټ له بېلابېلو هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي او د همکاريو او ګډو برياليتوبونو پر بنسټ له مختلفو هېوادونو سره به سمندري اړيکې ټينګې کړي.

په بريتانيا کې د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو، لوړ پوړيو ديپلوماتانو،د سمندري چارو په نړيوال سازمان کې د بېلا بېلو هېوادونو دايمي استازو،په ياده غونډه کې د ګډون کوونکو پلاويو مشرانو او د سمندري چارو د نړيوال سازمان په شمول د نړيوالو سازمانونو شاوخوا دريو سوو تنو استازو په دې مېلمستيا کې ګډون کړی و.

ليو شياو مينګ په خپلو خبرو کې د چين سترې لاسته راوړنې يادې کړې او ويې ويل چې د نوي چين د جوړېدو له اوياوو کلونو راهيسې دغه هېواد د سمندري چارو تاريخي پرمختګونه موندلي او د سمندري چارو د نړيوال سازمان د پرمختګ په برخه کې مهم ګډون کوونکی،د سمندري ليږد راليږد د نړيوالو چارو د پرمختګ مهم لارښوونکی او د نړيوالې سمندري ادارې مهم خدمت کوونکی ګرځېدلی دی. هغه په خپلو خبرو کې وويل  د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په سمندري چارو کې د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په اړه وړانديز کړی چې دا په دې برخه کې د چين ښه تدبير او لايحه ده. چين د ګډو مشورو، ابادۍ او له نورو هېوادونو سره د اړوندو معلوماتو د شريکولو په اړه د سمندري چارو د نړيوالې ادارې رويه غوره کوي او په ژوره توګه يې په نړيوالې سمندري ادارې کې ګډون کړی او په اړوندو ساحو کې يې د متقابلو ګټو پربنسټ له بېلا بېلو هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړې تر څو د همکاريو او ګډو برياليتوبونو پر بنسټ سمندري اړيکې لاټينګې شي.

تر هغه وروسته په بريتانيا کې د چين لوی سفير ليو شياو مينګ د دغو اړيکو ضرورت او بېړنيتوب بيان کړ. هغه په خپلو خبرو کې وويل ، بېلا بېل هېوادونه به په ګډه يو له بل سره دغه اړيکې ټينګې کړي يعنې د همکاريو او ګډو برياليتوبونو پر بنسټ به په سمندري چارو کې همکارۍ پياوړې کړي. اوس په نړۍ کې ژور بدلونونه راغلي دي، نو نړيوالې سمندري څانګې هم له سترو فرصتونو او ننګونو سره مخ دي. د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د اټکل له مخې په۲۰۱۹ کال کې به د نړيوالې سوداګرۍ پرمختيايي انډول په سلو کې يو اعشاريه دوه راټيټ شي چې دا به له لسو کلونو راهيسې تر ټولو ټيټ ټکی وي.نو د سمندري ليږد راليږد نړيوالو چارو د پخوا په پرتله د سوداګرۍ له ساتوونکو کړنو سره د مخالفت لپاره زياتو ګډو هڅو ته اړتيا لري.تر څو ازاد او پرانيستی اقتصادي چاپيريال برابر شي.

د چين د ترانسپورټ وزير مرستيال ليو شياو مينګ د نړيوال سمندري پرمختګ د پرمخبيولو په هکله درې فقره ييز وړانديز وکړ او په خپلو خبرو کې يې دې ته په اشارې سره وويل چې چين به تل د سمندري چارو د نړيوال سازمان د يو مهم غړي په توګه له بېلا بېلو هېوادونو سره نژدې همکارۍ وکړي او په سمندري سيمو کې د ډاډمنتيا د ساتنې او په سمندري ليږد راليږد کې د موثريت د لوړوالي په برخه کې د سمندري چارو د نړيوال سازمان د موخې د تر سره کولو لپاره لا مهم او لوی خدمتونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای