د سين هوااژانس د خبر له مخې، د نظامي پوهنتونونو او پوهنځيو د مشرانو ورکشاپ د نومبر په ۲۷مه نېټه د چين د ملي دفاع په پوهنتون کې پرانيستل شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د دغه ورکشاپ په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او مهمه وينا وکړه. هغه وويل، د پوځونو د قوي کيدو لاره د استعداد لرونکو کسانو روزل دي. بايد په هراړخيزه توګه په نوې زمانه کې د نظامي ښوونې تګلاره عملي شي، د استعداد لرونکو پوځونو ستراتيژي عملي شي، د نظامي پوهنتونونو اصلاحات دې ژور شي او د نويو شکلونو مسلکي استعداد لرونکي پوځيان دې وروزل شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |