CRI Online

بهرنې پانګوال په دوامداره توګه د چين د اسهامو پر بازار باور لري

cri     (GMT+08:00) 2019-11-27 18:42:17

د جنورۍ په ۲۶مه نېټه د چين د اي په نوم د اسهامو بازار له تړلو نه وروسته په دغه بازار کې د ټولې نړۍ د تر ټولو لوی ګراف شرکت (MSCI) تر ټولو د لويې اندازې د پراخوالي پلان په رسمي توګه نافذ شو. د ای په نوم د اسهامو په بازار کې د دغه شرکت د شامليدو انډول له ۱۵سلنې څخه شل سلنې ته لوړ شوی. د (MSCI) شرکت نه پر ته د S&P Dow Jones Indices ګراف په رسمي توګه د چين د ای په نوم د اسهامو بازار د نويو سمسورو بازارونو د ټولې نړۍ په معياري ګرافونو کې شامل دی. له دې څخه څرګنديږي چې د چين د پانګونو بازارونو د خلاصولو حالت څرګندې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي او د چين د پانګو په بازار کې د نړيوالو پانګه کوونکو باور په پر له پسي ډول پياوړي کيږي.

د چين د اسهامو پر بازار د بهرنيو پانګو د باور ټينګولو لاملونه دا دي چې د ای په نامه د اسهامو بازار په خپله ستر ارزښتونه لري او د چين پولي بازار ورخلاصولو اندازه په پر له پسي ډول زياتيږي. د چين د پانګو په بازار کې د بهرنيو پانګونو د زياتوالي څخه دا ښکاري چې د ټولې نړۍ پانګه کوونکي د چين د عمومي اقتصاد د پرمختګ په هکله خوشبينې ارزونې لري.

د روان کال راهيسې د اقتصادي همکارۍ سازمان او د پيسو نړيوال سازمان په شمول نړيوالو څانګو څو څو ځلې په روان او راتلونکې کال کې د اقتصادي پرمختګ اندازه ټيټه کړه. يقين دی چې د چين د پانګو بازار به د ټولې نړۍ پانګه کوونکو ته لا زيات فرصتونه برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای