CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د شينجيانګ په اړه د امريکا خبرونه له سياسي تعصب او درواغو څخه ډک دي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-27 21:00:55

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د نومبر په ۲۷ مه نېټه د چين په پلازمېنه بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې د شينجيانګ په اړه د امريکا خبرونه له سياسي تعصب او درواغو څخه ډک دي او دا يو ځل بيا د ترهګرۍ او افراطګرۍ د مخنيوي په مسئلو کې د امريکا دوه ګوني معيارونه ښکاره کوي.

د مالوماتو له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ميک پومپيو د روانې مياشتې په ۲۶ مه نېټه په يوه وينا کې ويلي چې په تېرو څو ورځو کې د شينجيانګ په اړه خبرونو داسې ښکاري چې په شينجيانګ کې د بشري حقونو پر ضد فعالتونه شتون لرې. هغه له چيني حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په شينجيانګ کې دې نيول شوي کسان آزاد کړي او و يې ويل چې په شينجيانګ کې د لږکميو قومونو اوسيدونکي تر فشار لاندې دي. ګنګ شوانګ د روانې مياشتې په ۲۷ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې په دې اړه وويل چې په شينجيانګ کې د قوم، دين يا د بشري حقونو د خلاف ورزۍ په اړه مسئلې نه شته او په شينجيانګ کورواکې سيمه کې د ترهګرۍ او افراطګرۍ پر ضد تدبيرونه نيول شوي. د چين حکومت د قانون سره سم د شينجيانګ د اويغوري قوم په شمول د چينايانو د مذهبي ازادۍ ساتنه کوي. چين تل له شينجيانګ څخه د هغو بهرنيانو د سفرونو هرکلی کوي چې عيني او عادلانه اصول لري.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای