CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند:امريکا په اخلاقي سلوک او چلند کې له چين سره ور ته نه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-11-28 10:17:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې په دې وروستيو ورځو کې په المان کې د امريکا لوی سفير ريچارد ګرينل ويلي چې چين په اخلاقي سلوک او چلند کې د امريکا په شان نه دی. په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شونګ د نومبر په ۲۷مه نېټه وويل چې چين تل سوله ساتلې، اقتصادي او ټولنيز پرمختګ يې پرمخبيولی او په اخلاقي سلوک او چلند کې يې پر عدالت ټينګار کړی دی، خو امريکا نورو هېوادونو ته زيانونه رسولي،ګټې يې ترې اخيستي او په عدالت يې سترګې پټې کړې دي. رېښتيا دا ده چې امريکا په اخلاق کې له چين سره ور ته نه ده.

هغه زياته کړه چې لومړی دا چې چين تل د نړيوالې سولې هڅوونکی پاتی شوی، دوهم چين تل د نړيوال پرمختګ خدمت کوونکی دی او درېيم دا چې چين تل د نړيوال نظم ساتونکی پاتی شوی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای