CRI Online

د چين استازي د افغانستان په مسئله کې خپل دريځ او کړي خدمتونه بیان کړل

cri     (GMT+08:00) 2019-11-28 10:59:08

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې، د م م د ۷۴مې عمومي اسامبلې د نومبر په ۲۷مه نېټه د يوې ناستې په جوړولو سره د افغانستان مسئلې په اړه بحث وکړ. په م م کې د چين دايمي استازي لوی سفير جانګ جون په دغه ناسته کې د افغانستان مسئلې په اړه د چين دريځ او د افغانستان د سولې بهير د پرمخبيولو، د امنيتي توان د پياوړتيا، د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره يې خپل کړي خدمتونه بيان کړل.

سفير جانګ جون څرګنده کړه چې د افغانستان سوله او ثبات د افغانانو لپاره جياتي ارزښت لري او په سيمه ييز امنيت، ثبات او پرمختګ پورې تړلي دي. نړيواله ټولنه بايد په دوامداره توګه افغانستان ته ملاتړ او مرستې برابرې کړي. چين د افغانانو په لارښوونې او د افغانانو په مالکيت سره د دغه هېواد د سياسي بهير له پرمختګ څخه ملاتړ کوي او په دې اند دی چې امريکا او طالبان دې خپلمنځي خبرو اترو ته دوام ورکړي، د طالبانو په ګډون د افغانستان بېلا بېلې خواوې دې د اوسني تاريخي فرصت په نيولو سره بين الافغاني مذاکرات پيل کړي او ژر تر ژره دې د راتلونکي سياسي چوکاټ په اړه د مختلفو خواوو د منلو وړ يوه لايحه جوړه کړي. چين به د شانګهای همکارۍ په سازمان کې د افغانستان د ارطباتي ګروپ، د چين، افغانستان او پاکستان د خارجه وزيرانو د ډيالوګ او د افغانستان مسئلې په باره کې د چين، امريکا، روسيې او پاکستان ترمنځ د سلامشورې په شمول په بېلا بېلو لارو چارو او ميکانيزمونو په دغه هېواد کې د سولې د ژر رامنځته کولو لپاره خپلو کوښښونو ته دوام ورکړي.

جانګ جون وويل: چين د افغانستان له اړوندو ارګانونو څخه ملاتړ کوي چې د ولسمشريزو ټاکنو پاتې کارونه په جدي توګه تر سره کړي څو سياسي واکونه په ارامه توګه راتلونکي حکومت ته انتقال شي. چين باور لري چې د افغانستان ټاکنيز ارګانونه به ژر د ټاکنو پايلې اعلان کړي او د دغه هېواد له بېلا بېلو سياسي ډلو څخه غوښتنه کوي چې خپلمنځي يووالی وساتي او په ډيالوګ سره توپيرونه ليرې کړي. په افغانستان کې د م م مرستندويه پلاوی دې په دې اړه مرستې برابرې کړي. چين د م م د کارکوونکو پر موټر هغه بريد سخت غندي چې څو ورځې مخکې په کابل کې تر سره شو، د افغانستان د امنيتي توان له پياوړتيا څخه ملاتړ کوي او له بهرنيو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې بايد په منظمه او مسؤلانه توګه له دې هېواد څخه خپل سرتېري وباسي. نړيواله ټولنه بايد د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو د وړتيا لوړولو لپاره روزنې، پانګې او تخنيکونه برابر کړي. چين اوس په زات البيني چنال سره د ترهګرۍ ضد د توان د پياوړتيا په برخه کې له افغانستان سره مرستې کوي او د شانګهای د همکارۍ سازمان، د چين، افغانستان، پاکستان او تاجکستان پوځونو لخوا د ترهګرۍ ضد د همکارۍ او همغږۍ د ميکانيزم په واسطه د ترهګرۍ ضد په باره کې د افغانستان له کوښښونو څخه ملاتړ کوي.

نوموړي زياته کړه: چين د دې ملاتړ کوي چې افغانستان د خپل اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د خلکو ژوند د ښه والي لپاره هڅه کوي. نړيواله ټولنه بايد دې ته لا زياته پاملرنه وکړي او له افغان حکومت او افغانانو سره دې زياتې مرستې وکړي څو د دغه هېواد د په بشري حالت کې ښه والی او پرمختګ راشي، افغانستان دې له خپلو ښېګڼو څخه په استفادې سره په سيمه ييزې همکارۍ او د پيوستون په ابادۍ کې مثبت ګډون وکړي، بېوزليتوب دې ژر له منځه يوسي، طبيعي پېښو او ناورينونو ته دې رسيده ګي وکړي او ضربت دې ورکړي او په خپل هېواد کې دې ثبات او سمسورتيا تر سره کړي. چين اوس له افغانستان سره د يو کمربند او يوې لارې په ګډه ابادي کې مثبته همکاري کوي څو چې له سيمې سره د افغانستان سوداګريز تګ راتګ پياوړی شي، په دې هېواد کې لا زيات بنسټيز تاسيسات جوړ شي، سيمه ييز پيوستون تر سره شي او پکې اقتصادي او ټولنيز پرمختګ وموندل شي. هيله لرو چې مختلف هېوادونه د ګډې سلامشورې، ګډې ابادۍ او ګډ شراکت په روحيې سره د سيمې اقتصادي همکارۍ نژدې کړي، د پيوستون په برخه کې دې خپلمنځي ملګرتيا ټينګه کړي، د سيمه ييزې سولې او ثبات په پياوړتيا سره دې په سيمه ييز پرمختګ کې د افغانستان د ښکېلولو لپاره مرستې برابرې کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه يو ځای اباده کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای