CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت د امريکا له خوا د هانکانګ د بشري حقونو او ديموکراسۍ د تش په نوم قانوني مسودې د لاسليکولو په هکله يوه اعلاميه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-11-28 11:48:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په ۲۸مه نېټه د امريکا له خوا د هانکانګ د بشري حقونو او ديموکراسۍ د تش په نوم قانوني مسودې د لاسليکولو په هکله يوه اعلاميه خپره کړه. په دې اعلاميه کې راغلي چې امريکا د تش په نوم ياده قانوني مسوده لاسليک کړه او پر رسمي قانون يې بدل کړ چې دغه کړنه د هانکانګ په چارو او د چين په کورنيو چارو کې د امريکا څرګنده لاسوهنه ده او د نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه سخته سرغړونه او د بادارۍ څرګنده کړنه هم ده. د چين حکومت او خلک د امريکا له دې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای