د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا د هانکانګ او مکاو چارو دفتر د نومبر په ۲۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا هغه کړنه سخته وغندله چې د هانکانګ د بشري حقونو او ديموکراسې د تش په نوم قانوني مسوده يې پر رسمي قانون بدله کړې ده.
په دې اعلاميه کې راغلي چې د نومبر په ۲۷مه نېټه امريکا د چين پر مخالفت سترګې پټې کړې او د تش په نوم ياده قانوني مسوده يې لاسليک کړه او پر رسمي قانوني يې بدل کړ چې دا د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه ده او د نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه هم سخته سرغړونه ده. دغه قانوني مسوده چې د هانکانګيانو په شمول چينايان ور سره مخالفت کوي، له لمسون او حقارت څخه ډکه ده او پکې په څرګنده توګه د هانکانګ له شريرو کسانو څخه ملاتړ شوی چې موخه يې بده او ناوړه ده. له حقيقتونو څخه ښکاري چې امريکا د هانکانګ د ګډوډۍ جوړونې کې تر ټولو لوی لاس لري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |