د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۷مه نېټه په ملګرو ملتونو کې له فلسطينيانو څخه د ملاتړ د نړيوالې ورځې ياد غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
هغه په دې پيغام کې ليکلي چې د فلسطين مسئله د منځني ختيځ مسئلو د حل کليدي برخه ده.په عادلانه توګه د فلسطين مسئلې حل وفصل او په سوله کې د فلسطين او اسرائيل ګډ ژوند او ګډ پرمختګ د نړيوالې ټولنې له ګډو ګټو سره سمون لري. چين د فلسطينيانو صادقانه دوست او همکار دی او د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سولې ټينګ ملاتړکوونکی هم دی. چين د ملي حقه حقونو د اعاده کولو په برخه کې د فلسطينيانو له عادلانه چارو څخه ملاتړ کوي او د دې پلوي هم کوي چې د ۱۹۶۷ سرحدي کرښې پر بنسټ دې د ختيځ بيت المقدس په مرکز يو خپلواک او حاکميت لرونکی فلسطين جوړ شي. چين غواړي چې له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د يادو دوو خواوو ترمنځ د سوله ييزو خبرو اترو د پرمخبيولو او په منځني ختيځ کې د هر اړخيزې او دايمي سولې د رامنځته کېدو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوششونه وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |