CRI Online

د نندارتونونو د نړيوال بيورو په ۱۶۶ مه عمومي اسامبله کې د بېجينګ باغوانۍ نړيوال نندارتون د ګډونوالو لخوا وستايل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-11-28 14:39:20

د نندارتونونو د نړيوالې ادارې ( BIE) ۱۶۶ مه عمومي اسامبلي د نومبر په ۲۷نېټه د فرانسې په پلازمينه پاريس کې ترسره شوه. په دغې اسامبلۍ کې د چين پلاوي د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون په اړه معلومات وړاندې کړل. ګرانو اورېدونکو، اوس راځئ چې پدې اړه د سي ار ای خپرونه واورئ.

د باغوانۍ نړيوال نندارتون د روان کال د اپريل له ۲۹ نېټې څخه د اکتوبر تر ۹ نېټې پورې د چين د پلازمينې بېجينګ ښار په يان چينګ سيمه کې ترسره شو او اصلي موضوع يې وه :" شين ژوند او ښکلی کور". د باغوانۍ نړيوال نندارتونونه عموماً په څلورو کچو يعنې A1،A2 ، B1 او B2 ويشل کيږي. په بېجينګ کې د ترسره شوي نړيوال نندارتون کچه تر ټولو لوړه A1 ده چې مساحت، د دوام وخت، د ګډون کوونکو هېوادونو شمېر او د ترسره کولو غوښتنې وخت يې ټول د BIE له ټاکلي ميعار سره برابر و. د دغه نندارتون د اجرائيوي کمېټې د سرمنشي مرستيالې مېرمنې پنګ هونګ مينګ د BIE ۱۶۶ مې عمومي اسامبلې ته په وينا کې پدې اړه وويل:

((د بېجينګ په باغوانۍ نړيوال نندارتون کې ټولټال ۸۴ هېوادونو او ۲۴ نړيوالو سازمانونو ګډون درلود چې دغه شمېر د A1 کچې تر نورو نړيوالو نندارتونونو زيات دی. په دغه نندارتون کې ۱۱۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو، د چين ۳۴ سيمه ييزو حکومتونو او د مشهورو تصديو او ټولنو په ګډون څه باندې ۱۲۰ غير حکومتي ګډونوالو نوي نباتات او د باغوانۍ نوي تخنيکونه نندارې ته وړاندې کړل چې په نړۍ کې کلتوري تنوع ، پرانيسته او جامعيت ترې ښکاره کېده. په ګډون کوونکو هېوادونو کې د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه ۶۴ پراته هېوادونه هم شامل وو. د نندارتون په موده کې ټولټال ۳۲۸۴ خوندور کلتوري فعاليتونه ترسره شول چې پدې سره د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ کلتوري تبادلې او د خلکو ترمنځ پوهاوی زيات شوی دی.))

دا له شل کلن ځنډ وروسته د چين لخوا ترسره شوی د باغوانۍ نړيوال نندارتون و او د چين حکومت ورته په ډېره درنه سترګه وکتل. حکومت په تېرو اوو کلونو کې ډېر چمتوالی نيولی و او د دغه نندارتون لپاره يې تر ۱۰۰ زياتې سيمې او ۵۴ نندارځي جوړ کړل. دغه نندارتون ۹ ميليونه او ۳۴۰ سوه زره سېلانيان راجلب کړي وو. ويل کيږي دغه نندارتون په نړۍ کې لومړنی نندارتون دی چې پيمانه او د ګډون کوونکو هېوادونو شمير يې ساری نه لري. برسيره پردې چين د دغه نندارتون له لارې نړيوالو ته د شنه پرمختګ مفکوره هم ورپېژندله. په BIE کې د چين لوی استازي او د چين د سوداګرۍ پرمختګ د ټولنې مرستيال جانګ شن فنګ يادې اسامبلې ته په وينا کې وويل:

((د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون له لارې د شنه پرمختګ په اړه د چين مفکوره نړيوالو ته ورپېژندل شوه او په دغه هېواد کې د ايکولوژۍ پرمختګونه هم نړيوالو ته وښودل شول. دغه راز د بېلابېلو هېوادونو اړوندې تجربې او نظريې هم له ټولو سره شريکې شوې چې دا ټول انسانانو ته د يوې شريکې شنې نړۍ د جوړولو لپاره ډېر ګټور دي.))

د دغه نندارتون له پای ته رسيدو وروسته څو لويې ودانۍ او نندارځي په خپلو بڼو پاتې شوي او ګرده سيمه به يې د انرژۍ سپما او د چاپيريال ساتنې په برخه کې د يو نوموي ايکولوژيکي پارک په توګه جوړه او وکارول شي.

د BIE سرمنشي لوسيرتاليس يادې اسامبلۍ ته په وينا کې دغه نندارتون وستايه او ويې ويل:

((د بېجينګ باغوانۍ نړيوال نندارتون ډېر په زړه پورې او بريالی و. دا ښايي په تاريخ کې د باغوانۍ تر ټولو ښه نړيوال نندارتون وي. دغه نندارتون د خلکو هغه باور هم ټينګ کړی چې د چاپيريال د مسئلو حل وفصل او د شنه ژوند رامنځته کول د هر کس هڅې ته اړتيا لري.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای