CRI Online

د هانکانګ په هکله قانوني سند په بشپړه توګه يوه سياسي ډرامه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-11-28 19:24:38

د امريکا د ادارې ځايي رياست پر ځايي وخت د نومبر په ۲۷مه نېټه د هانکانګ دتش په نامه د بشري حقوقو او ديموکراسۍ په هکله قانوني سند په رسمي قانون بدل او لاسليک کړي او په پرانيستې ډول د لاس په اوږدولو سره د هانکانګ په چارو او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. دغه د تش په نامه قانوني سند د خلکو له غوښتنو سره سمون نه لري چې د ځينو امريکايانو لخوا په خپله جوړ شوې سياسي ډرامه ده او د چين ټينګ مخالفت او د نړيوالې ټولنې سختې غندنې يې تر لاسه کړې.

لومړی دغه قانوني سند د نړيوالو قوانينو او اړيکو له اصولو څخه سخته سرغړونه ده او هيڅ بنسټ او دليل نه لري. دويم، امريکا په امرانه ډول د ديموکراسۍ او بشري حقوقو په نامه د هانکانګ په هکله قانوني سند جوړوي چې دا په پرانيستې ډول د زور زياتي له تر سره کوونکو څخه ملاتړ کوي. د دغې کړنې بدنيت په نړيواله ټولنه کې د منلو وړ نه دی. دريم، دغه قانوني سند به د هانکانګ د خلکو ګټو ته زيانونه ورسوي چې هرومرو به د نورو لخوا رد شي.

د هانکانګ په هکله د دغه قانوني سند صادرول به د امريکا خپلو ګټو ته تاوان ورسوي.

د نوي چين د جوړېدو له اوياوو کلونو راهيسې، چين په پر له پسې ډول په کورننيو او دبانديو له ننګونو سره مخامخ دی، خو له دې سره بېره يې په خپل قوت سره پرمختګ کړي. چين به لا هم د هانکانګ په هکله دغه مشکلات حل کړي او لا پرمختګ به ومومي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای