CRI Online

په بېجينګ کې د نړيوالو تمدنونو د تبادلې او زده کړې لومړۍ غونډه ترسره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-11-29 10:29:27

په بېجينګ کې د نړيوالو تمدنونو د تبادلې او زده کړې لومړۍ غونډه ترسره شوه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د نړيوالو تمدنونو د تبادلې او زده کړې لومړۍ غونډه د نومبر په ۲۸مه نېټه د بېجينګ د امپراطورۍ ماڼۍ په موزيم کې ترسره شوه. په دغه غونډه کې ګډونوالو تر دې عنوان لاندې بحثونه وکړل چې بايد يوه داسې ښکلې نړۍ جوړه شي چې د بېلا بېلو تمدنونو خلک پکې يو له بل سره د نظر تبادلې او ګډ ژوند وکړي.

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مرستيال مشر او د چين د نړيوال پوهاوي ټولنې مشر جي بين شوان د يادې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او په خپله وينا کې يې وويل، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اسيايي تمدنونو په تبادلوي غونډه کې ويلي چې بېلا بېل تمدنونه سره تبادله کېږي او د پوهاوي له لارې زده کړه او پرمختګ تر لاسه کېږي. موږ غواړو د دغې غونډې له لارې د نړيوالو تمدنونو ترمنځ د تبادلې او زده کړې لپاره يو پل جوړ کړو، د نړيوالې سولې تضمين په غرض کوښښونه ترسره او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره کلتوري بنسټ کلک کړو. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای