CRI Online

د شيجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د حکومت وياند د تشی په نامه رمزي سندونو په اړه يوه اعلاميه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-11-29 11:07:22

د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د حکومت وياند د تشی په نامه رمز سندونو په اړه يوه اعلاميه خپره کړه چې د دې اعلاميې له مخې په دې وروستيو کې ځينو بهرنيو خبري رسنيو د شينجيانګ د رمزي سندونو په پلمه له ترهګرو او افراطګرو سره په مبارزه کې د شينجيانګ تر لاسه شويو برياليتوبونو ته سترګې پټې کړي او پرې يې تور لګولی دی. دغسې بې اساسه خبرونه د ټولنيز ثبات او دايمي امنيت د ساتلو په موخه د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو نه ستومانه کېدونکي کوښښونه بدناموي او دا شينجيانګيانو ته د منلو وړ نه دي.

په دغو خبرونو کې ياد شوي چې د شينجيانګ د مسلکي مهارتونو روزنيز مرکزونه متمرکز کمپونه نه دي، او پکې د انساني ازادۍ محدوديت نه شته، د زده کوونکو حقوق په پوره توګه ساتل کېږي. په تيرو درېيو کلونو کې، په شينجيانګ کې د زورزياتي پېښې يا ترهګريز بريدونه نه دي رامنځته شوي، اقتصادي پرمختګ، ټولنيز ثبات، قومي وحدت او مذهبي همغږي او ازادي لري. د ۲۰۱۸م کال له پای څخه راپدېخوا، د ۹۰ هېوادونو يا سيمو ۱۰۰۰ کسانو د شينجيانګ د مسلکي مهارتونو له روزنيزو مرکزونو ليدنې کړي او بهرنيو خبري رسنيو د دې په باب راپورونه هم خپاره کړي وو. د فکر او قلم خاوندانو په وار سره دا ويلي، چې د مسلکي مهارتونو روزنيز مرکزونه د ترهګرو پر ضد د مبارزې او د انساني حقوقو د ساتنې په باب د م م له قوانينو سره پوره مطابقت لري او ډېر د زده کړې وړ دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای