CRI Online

روسيې او ترکيې د سوريې په شمال لوېديځ کې د وضعيت په اړه پر له پسې تماس ساتلی

cri     (GMT+08:00) 2019-11-29 14:32:14
روسيې او ترکيې د سوريې په شمال لوېديځ کې د وضعيت په اړه پر له پسې تماس ساتلی

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريه زخاروا د نومبر په ۲۸مه نېټه وويل، د سوريې په شمال ختيځ کې وضعيت د ګړندي بدلون په حال کې دی، روسيې او ترکيې په دې اړه د پوځي او ديپلوماتيکو چارو په برخو کې نږدې تماس نيولی دی.

مېرمن زخاروا په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې د سوريې په شمال ختيځ کې وضعيت هره شېبه بدلېږي. روسيې او ترکيې د پوځونو او ديپلوماتانو له لارې خپلمنځي تماس ساتلی. که ځيني مسئلې يې حل نه شوې، نو دواړه خواوې به يې دغې مسئلې يو له بل سره شريکې کړي او ښايي خپلمنځي خبرې اترې نور هم پراخې کړي.

د تېر اکتوبر په ۹مه نېټه د ترکيې پوځونه د سوريې شمال ختيځ ته ننوتل او د کردانو په موخه يې نظامي عمليات پيل کړل. د دغې مياشتې په ۲۲مه نېټه د روسيې او ترکيې مشرانو د سوريې د شمال ختيځ وضعيت د ارامولو لپاره د تفاهم يادښت لاسليک کړ او موافقه يې وکړه چې د ترکيې او سوريې د پولې په سوري خوا کې دې يوه خوندي ناحيه جوړه شي او روسيه به په ټاکلي وخت کې له دغې ناحيې څخه د کردي پوځيانو د ايستلو لپاره اړوندې مرستې برابرې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای