CRI Online

د هانکانګ پوليسو د هانکانګ په پوليتکنيک پوهنتون کې ۳ زره او ۸۰۱ پټرول بمونه تر لاسه کړل

cri     (GMT+08:00) 2019-11-29 15:07:32

د چين مرکزي راډيو او تلويويزون د خبر له مخې، د هانکانګ پوليسو د نومبر د ۲۸مې نېټې په شپه وويل چې پوليسو په همدې ورځ د هانکانګ په پوليتکنيک پوهنتون کې ۳ زره او ۸۰۱ پټرول بمونه پيدا کړل چې سل يې د ګازو له ډبو سره تړل شوي دي. د دې تر څنګ په دغه پوهنتون کې د ګازو ۹۲۱ ډبې، ۵۵۸ بوټلونه چې له ډېرو خطرناکو کمياوي موادو څخه ډک دي، هم کشف شوي دي.

پوليسو په همدې ورځ په پوهنتون کې ۱۲ لويې ويشتونکې وسيلې له منځه وړلې او ځينې وسلې يې هم تر لاسه کړې دي. د ياد پوهنتون د موټرونو په پارکينګ کې ۴۴ شخصي موټرونه خراب شوي چې د ځينو پټرول ټانکۍ هم سورۍ شوې دي. شريرو کسانو غوښتل چې له يادو موټرونو څخه تيل غلا کړي او بيا پټرول بمونه ترې جوړ کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای