CRI Online

ډونالډ ټرمپ افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-11-29 15:10:17
ډونالډ ټرمپ افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشر اشرف غني د نومبر په ۲۹مه نېټه وويل، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر د ۲۸مې نېټې په شپه افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ. نوموړي په افغانستان کې د امريکايي سرتيريو د حال احوال پوښتنه وکړه او له ولسمشر اشرف غني سره يې هم وکتل.

اشرف غني په ټولنيزۍ رسنۍ وويل، له ټرمپ سره مې په جنګي ميدان کې د دواړو خواوو د برياليتوبونو په اړه بحث وکړ او د افغانستان په ختيځ کې د داعش اورپکو پر ضد مبارزه هم پکې شامله ده. موږ ګډ نظر لرو چې که طالبان سوله ييز تړون غواړي، نو بايد اوربند ومني.

د امريکا سپينې ماڼۍ د ۲۸مې نېټې په شپه وويل، دا افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ لومړی سفر دی. ټرمپ له غني سره تر کتلو وروسته خبريالانو ته وويل چې اوس امريکا له طالبانو سره خبرې اترې پيل کړي، خو دا مالومه نه ده چې دواړه خواوې به موافقې ته ورسېږي او که نه؟ (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای