CRI Online

د نړيوالو تمدنونو ترمنځ د نظريو تبادلې او متقابلې زده کړې لومړۍ غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-11-29 15:43:13

د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د نظريو تبادلې او متقابلې زده کړې لومړۍ غونډه د نومبر په ۲۸مه نېټه د چين په پلازمنينې بېجينګ کې د امپراطورۍ ماڼۍ په موزيم کې تر سره شوه. په دې غونډه کې د نړۍ له بېلا بېل تمدنونو لرونکو هېوادونو او سيمو څخه راغلو شاوخوا سلو استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و او د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د نظريو تبادلې او متقابلې زده کړې او په سوله کې د دغو تمدنونو د ګډ موجوديت لپاره د يوې ښکلې نړۍ د ابادۍ په باب يې بحثونه وکړل. د غونډې ګډونوال په دې انددي چې تمدني تنوع د انساني تمدن طبيعت دی.نو د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د نظريو تبادلې او متقابله زده کړه د سولې او پرمختګ د پرمخبيولو او د يوې ښکلې نړۍ د ابادۍ لپاره مهم خوځنده ځواک دی.

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مرستيال او د چين د نړيوالې تبادلې د ټولنې مشر جي بينګ شون د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. هغه په خپلو خبرو کې وويل چې اوسنۍ نړۍ له بې ساري بدلون سره مخ ده، نو د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د نظريو د تبادلې او متقابلې زده کړې پياوړتيا او د نړيوالې سولې ، ثبات او پرمختګ پرمخبيول د نړيوالو ګډه هيله ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روان کال په می کې د اسيا د تمدنونو په غونډه کې دې ته په اشارې سره وويل چې بېلا بېل تمدنونه يو له بل سره د نظريو تبادلې کوی او په دې ترڅ کې يو له بل څخه د تجربو زده کړه کوي چې په پايله کې به پرمختګ ومومي. د چيني ملت د تمدن پرمختيايي تاريخ همداسی دی چې پکې بېلا بېلو تمدنونو يو له بل سره د نظريو تبادلې کړې او يو له بل څخه يې د تجربو زده کړه کړې ده. مونږ غواړو چې له دې غونډې څخه په استفادې سره د نړۍ د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د تبادلې او د نړيوالې سولې د ساتلو لپاره يو پل جوړ کړو تر څو د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره کلتوري بنسټ کلک کړو. جي بينګ شون وويل ، په دې هکله مونږ بايد پر دغو ټکو باندې ټينګار وکړو: لومړی بايد د بېلا بېلو تمدنونو د ساتلو لپاره هڅې وکړو. دوهم د مساوات او متقابل درناوي پر بنسټ دې د بېلا بېلو تمدنونو د ګډ پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړو. درېيم د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ تګ راتګ دې زيات کړو. څلورم له نورو هېوادونو سره دې د بېلا بېلو تمدنونو لاسته راوړنې شريکې کړو.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو اړيکو د ادارې مشر سونګ تاو په خپلو خبرو کې وويل چې نظام د تمدن يوه مهمه برخه ده. د چين ځانګړی سوسياليستي نظام او دولتي اداري سيستم د چيني ملت د عنعنوي کلتور لاسته راوړنه ده او د انساني نظام د يوې نوې برخې په توګه بلل کيږي. مونږ به د چين د ځانګړي سوسياليستي نظام د لا ښه والي لپاره هڅې وکړو او د هېواد د ادارې په برخه کې به له نورو هېوادونو سره د چين پوهې او تجربې شريکې کړو. هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه،مونږ د متقابل درناوي او ګډې حوصلې پر بنسټ د متقابلې زده کړې په بهير کې د بېلا بېلو تمدنونو د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوو تر څو په دغو تمدنونو کې نوی خوځنده ځواک راپاروو. مونږ بايد د تمدنونو د روښانه راتلونکې لپاره هڅې وکړو او د نوي ډول د نړيوالو اړيکو د ټينګښت او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې مثبت خدمتونه وکړو.

بهرنيو استازو د تمدنونو په هکله د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نظرونه وستايل او په دې اند دي چې چيني تمدن نوی خوځنده ځواک لري او د يو کمربند او يوې لارې وړانديز او د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې ابادي د نړۍ لپاره د چيني تمدن نوی خدمتونه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای