د مکاو د ځانګړې اداري سيمې اجرايه مشر فيرناندو چوی سای ان او د چين د مالياتي چارو عمومي ادارې مشر وانګ جون د نومبر په ۲۸مه نېټه په مکاو کې يو تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې د چين په ستره برخه کې د مکاو د ځايي حکومت د پانګونې له لارې تر لاسه شوې ګټې به له ماليې څخه معاف وي.
د يوې شمېرنې له مخې، د روان کال تر سپتمبر پورې د مکاو مالي زېرمتون ۵۴۷ مليارډو يوانو ته رسېدلی چې کابو له اتياو مليارډو امريکايي ډالرو سره برابر دي. د ياد تړون له امله به د هېواد په ستره برخه کې د مکاو د پانګونې مالياتي لګښت ډېر کم او ګټې به يې زياتې شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |