CRI Online

د چين او امريکا د پوځونو ترمنځ اړيکې بايد د دواړو خواوو د روابطو ثابت ماشين وګرځي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-29 16:20:59

د چين او امريکا د پوځونو ترمنځ اړيکې بايد د دواړو خواوو د روابطو ثابت ماشين وګرځي

په روانه مياشت کې د چين او امريکا د پوځونو په اړه يو لړ مهم خبرونه خپاره شول، د چين د ازادۍ بخښونکي پوځ يو وياند د جنوبي سمندر د چين قلمرو ته د امريکايي پوځي بېړۍ د ناقانوني ننوتلو په اړه وينا وکړه، د چين او امريکا د دفاع وزيرانو د ټايلند په پلازمينه بنکاک کې ملاقات وکړ او د امريکا په هاوايي ايالت کې د ۲۰۱۹ کال له طبيعي ناورينو سره د مقابلې په اړه د چين او امريکا د پوځونو ګډ تمرين ترسره شو. د چين د دفاع وزارت وياند ژن ګوه چيانګ د نومبر په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې په دې هکله وويل چې د چين او امريکا د پوځونو ترمنځ په اړيکو کې ګټور فرصتونه شته او ستونزې هم موجودې دي، خو دغو اړيکو عموماً ثابت پرمختګ کړی دی.

نوموړي زياته کړه، سږ کال د دواړو هېوادونو پوځونو سره يو لړ فعاليتونه ترسره کړي او روابط يې عموماً ثبات ساتلې دي. په وروستيو ورځو کې د امريکا د يو لړ غلطو څرګندونو او عملونو له امله د دواړو خواوو متقابل ستراتيژيکي باور کمزوری شوی دی. چين هيله لري چې امريکا سم لوری غوره کړي، له چين سره اغېزمنې همکارۍ ژورې کړي او د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ اړيکې د دواړو خواوو د روابطو د ثابت ماشين د جوړولو لپاره کوښښونه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای