CRI Online

چينايان به هيڅکله بهرني ګواښ ته تسليم نه شي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-29 19:25:10

امريکا څه موده مخکې تش په نامه (( د هانکانګ د بشري حقوقو او ديموکراسۍ قانون)) لاسليک کړی دی. دغه هېواد په څرګند ډول د هانکانګ له تندلارو زورچلونکو څخه په ملاتړ سره د هانکانګ په چارو کې او د چين په کورنيو چارو کې ښکاره لاسوهنه او له نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو له اساسي اصل څخه سخته سرغړونه کوي. دا ډېره څرګنده ده چې امريکا غواړي د هانکانګ له لارې د چين د پرمختګ مخنيوی وکړي. خو امريکا په دې نه پوهېږي هيڅ ګواښ د هانکانګ د خلکو په شمول د يو مليارد او ۴۰۰ ميليون چينايانو د پرمختګ مخه نشي نيولای.

په تېرو پنځو مياشتو کې په هانکانګ کې په دوامداره توګه د زور زياتي د لوړې کچې پېښې زياتې شوې. په دې مهال امريکا غواړي د هانکانګ په اړه د ياد قانون له لارې د تندلارو زورچلونکو لپاره مرسته برابره کړي، د هانکانګ سمسورتيا او ثبات ويجاړ کړي، په يو هېواد کې د دوو نظمونو د عملي کېدو په لار کې خنډ واچوي او د چين د بيا سمسورتيا مخنيوی وکړي، چينايان به هيچا ته د دې کار اجازه ور نه کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای