CRI Online

د چين خارجه وزير وانګ يي په دغه هېواد کې د اروپا او اسيا د هېوادونو له ډيپلوماتانو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-11-30 16:22:27

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د نومبر په ۲۹ مه نېټه په بېجينګ کې د اروپا او اسيا د هېوادونو له ډيپلوماتانو سره وکتل.

وانګ يي په دغه کتنه کې په خپلو خبرو کې وويل چې چين او د اروپا او اسيا هېوادونه په غم او ښادۍ کې سره شريک دي، اروپايي او اسيايي منطقې همېشه د چين په بهرنيو چارو کې مهم ځای لري. چين او د اروپا او اسيا هېوادونه دې يو له بل څخه پرله پسې ملاتړ وکړي، خپلمنځي سياسي باور دې لاټينګ کړي، د حاکميت او پرمختيايي ګټو د ساتلو او د پرمختيايي لارو د انتخابولو په برخو کې دې يو له بل څخه ملاتړ وکړي. دغه راز د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو په برخه کې دې خپلمنځي همکاريو ته دوام ورکړي، په ګډه سره دې سيمه ييزه سوله او ثبات وساتي، د اسيا د متقابلو همکاريو او اعتماد کنفرانس، د شانګهای همکارۍ سازمان او داسې نورو څواړخيزو ميکانيزمونو رول دې په پوره توګه ولوبوي او د سيمې آن د اسيايي او اروپايي وچو امنيت او ثبات دې په ښه توګه وساتي. وانګ يي همدارنګه زياته کړه چې چين او د اروپا او اسيا هېوادونه دې د تبعيضي او زورواکۍ کړنو د سختو ګواښونو پر وړاندې سمدستي متقابل ګامونه پورته کړي، په ټينګه دې نړيوال نظم وساتي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای