د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو يعنې د ازبکستان، قزاقستان، قرغېزستان، ترکمنستان، تاجکستان مشرانو د نومبر په ۲۹ نېټه د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې سره ملاقات وکړ او د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو خنډونو د له منځه وړلو، صنعتي همکاريو، د انرژۍ د زېربناوو او د سيمې د ترانسپورټي توان د تقويې په اړه يې نظريې شريکې کړې.
د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرزايوف له دغه ملاقات وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل چې دغه ملاقات يو ځل بيا د متقابل اعتماد او ګاونډيتوب د پياوړتيا په اړه د منځنۍ اسيا د هېوادونو د ټينګې سياسي ارادې او ژمنې ښودنه کوي.
د يادو پنځو هېوادونو مشرانو له ملاقات وروسته يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او موافقه يې وکړه چې د نظريو تبادلې او نږدې تماس به وساتي او په علمي، ښوونيز، سياحتي او سپورټي برخو کې به خپلمنځي همکارۍ تقويه کړي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |