د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د دسمبر په لومړۍ نېټه به په ((چيو شه)) مجله کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ يوه مهم مقاله (( د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي پر دولتي نظام او قانوني نظام ټينګار، بشپړوالي او پرمختګ)) خپره شي.
په دې مقاله کې ليکل شوي چې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۰ کلونو راهيسې د چين کمونېست ګوند په مشرۍ چينايانو په دوامداره کوښښونو سره ګام په ګام د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليتي دولتي نظام او قانوني نظام جوړ کړی، دا د عصري چين د پرمختګ لپاره اصلي تضمين او په نوې زمانه کې د دولتي نظام او قانوني نظام د ابادۍ لپاره يې مهمې تجربې برابرې کړې. د چين کمونېست ګوند بايد پر همدې لارې، نظر، نظام او کلتور باندې ټينګ باور وساتي او د ګوند او خلکو له خوا پر رامنځته کړې مناسبې لارې ټينګار وکړي.
په دغه مقاله کې راغلي چې که د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي دولتي نظام او قانوني نظام ښه وساتل شي او عملي شي، بايد دغه نظامونه په پر له پسې توګه بشپړ او پياوړې شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |