CRI Online

شي جين پينګ: له بېړنيو پېښو او ناورينونو سره د مبارزې په برخه کې د چين د اداري سيستم او توان د پياوړتيا لپاره دې هڅې وشي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-30 19:22:39

د سينهو اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د نومبر د ۲۹مې نېټې په ماسپښين له بېړنيو پېښو او ناورينونو سره د مبارزې په برخه کې د چين د اداري سيستم او توان د ابادۍ په اړه يوه ناسته تر سره کړه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د ناستې مشري وکړه او په خپله وينا کې يې پر دې ټينګار وکړ چې له بېړنيو پېښو او ناورينونو سره د مبارزې چارې د هېواد د اداري سيستم او توان يوه مهمه برخه ده، د سترو امنيتي خطرونو د مخنيوي او له ډول ډول ناوريونو او پېښو سره د مبارزې دنده لري، د خلکو د ژوند او مال او د ټولنيز ثبات د ساتلو رول لوبوي. چين بايد له بېړنيو پېښو او ناورينونو سره د مبارزې په برخه کې خپلې ځانګړتياوې او وړتيا وځلوي ، د بهرنيو هېوادونو له اړوندو اغېزمنو تجربو څخه دې ګټې واخلي، تر څو د خپل اداري سيستم او توان د عصري کېدو بهير ته پرمختګ ورکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای