CRI Online

د چين، جاپان او کوريا جمهوريت ترمنځ د ازادې سوداګريزې سيمې په اړه د ۱۶م پړاو خبرې اترې تر سره شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-11-30 19:24:21

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د چين، جاپان او کوريا جمهوريت ترمنځ د ازادې سوداګريزې سيمې په اړه د ۱۶م پړاو خبرو اترو د لومړيو استازو غونډه د نومبر له ۲۸مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې د کوريا جمهوريت په پلازمينه سيول کې تر سره شوه. د درېواړو خواوو استازو د مالونو د سوداګرۍ، خدمتي سوداګرۍ، پانګونو او مقرراتو په شمول د مهمو چارو په اړه د نظريو تبادلې وکړې او مثبته نتيجه يې تر لاسه کړې.

درېواړه خواوې پر دې د نظريو يووالي ته رسېدلي چې د چين، جاپان او کوريا جمهوريت ترمنځ د ازادې سوداګريزې سيمې ابادي د دغو دريو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري، درېواړه خواوې بايد د مشرانو د ګډو نظريو له مخې د خبرو اترو بهير چټک کړي، د ازادې سوداګرۍ په اړه دې هراړخيز، باکيفيته، ګټور او ارزښتناک تړون لاسليک کړي، د دريو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ فرصتونه دې زيات کړي، تر څو نړيوال اقتصادي پرمختګ ته نوی خوځنده ځواک ورکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای