د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د نومبر په ۳۰مه نېټه د (( د امريکا باداي له ناامېدۍ سره مخ ده)) تر سرليک لاندې يوه تبصره خپره کړه.
په دغه تبصره کې راغلي چې امريکا په دې وروستيو کې د تش په نوم (( د هانکانګ د بشري حقوقو او ډيموکراسۍ قانوني مسوده )) په رسمي قانون بدله کړه، دا په نړيواله صحنه کې د امريکا د بادارۍ او د ظالمانه سياست بيا بله ننداره ده. د امريکا دغه کړنه نه يوازې د چين د حکومت او خلکو له ټينګ مخالفت سره بلکې د نړيوالې ټولنې له غندنې سره هم مخامخ شوې ده.
په دې تبصره کې ويل شوي چې په ۲۱مه پېړۍ کې سوله او پرمختګ د خلکو ګډه هيله ده او د نړيوالو اړيکو ديموکراسي او د نړيوال نظام څو قطبي کېدل اصلي تمايل دی. د ځينو امريکايانو باداري به ناکامه شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |