د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدی د نومبر په ۳۰مه نېټه په رسمي توګه ملي پارلمان ته استعفاپاڼه وړاندې کړې. ملي پارلمان به د دسمبر په لومړۍ نېټه په غونډه کې په دې اړه ارزونه وکړي.
د نومبر د ۳۰مې نېټې په سهار عادل عبدالمهدی د کابينې ځانګړې غونډه جوړه کړې وه چې د استعفاپاڼې د وړاندې کولو په اړه يې بحث کړی. هغه د کابينې له غړو څخه وغوښتل چې د نوي حکومت تر جوړېدو پورې کار ته دوام ورکړي.
عادل عبدالمهدی د نومبر په ۲۹مه نېټه وويل، هغه به ملي پارلمان ته استعفاپاڼه وړاندې کړي تر څو د عراق شيعه ستر مذهبي مشر ايت الله السيستاني او د لاريون کوونکو غوښتنو ته يې ځواب ورکړی وي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |