CRI Online

وانګ چي شان د ۲۰۱۹ کال د څونګ دو نړيوال فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-12-01 16:38:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان د دسمبر په لومړۍ نېټه په ګوانګ جو کې د ۲۰۱۹ کال د څونګ دو نړيوال فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

وانګ چي شان په خپله وينا کې وويل، چې سوله او پرمختګ د اوسنې زمانې اصلي جريان دی، څو اړخيزم د انسانانو منطقي او ضروري انتخاب دی، د همکارۍ پياوړتيا او ګډ پرمختګ د بېلا بېلو هېوادونو ګډه غوښتنه ده او د م م د منشور د موخو او اصولو په مرکزيت د څواړخيزم په عملونو کې برياليتوبونه تر لاسه شوي. اوسمهال نړيوال سياسي او اقتصادي شکل د ژور بدلون په حال کې دی او د انسانانو په وړاندې ګډې ننګونې څرګندې دي، د نړيوالې ادارې سيستم بايد د زمانې له مخې پرمختګ وکړي.

وانګ چي شان په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه چې چين د څو اړخيزم عملي کوونکی او ساتونکی دی او ګټه اخيستونکی او هڅوونکی هم دی. چين تل د م م د منشور پر موخو او اصولو ټينګار کړی، په نړيوالو سازمانونو او نړيوالو تړونونو کې يې فعال ګډون کړی، نړيوال مسئوليت يې پر غاړه اخيستی، د سوداګرۍ نړيوال سازمان د مقرراتو مراعات يې کړی او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي. چين په ابتکاري ډول خپل بازارونه خلاص کړي او د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد په غوښتلو له نړۍ سره د خپل پرمختګ فرصتونه شريک کوي. چين په نړۍ کې پراختيا او باداري نه غواړي، بلکې د ګډون سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو په بڼه د نړيوالې ادارې نظريې ساتي او د نړيوالو اړيکو د ديموکراسي کېدو په هڅه کې دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای