د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د دسمبر په لومړۍ نېټه يوه تبصره ((د دوه ګونو معيارونو لوبې به خامخا ناکامې شي)) خپره کړه.
په دغه تبصره کې ويل شوي چې د زورزياتي جرمونه له قوانينو سره سم د اداره کوونکې ټولنې بد خوبونه او ټولو هېوادونو ته د منلو وړ نه دي. که په هانکانګ کې د شوې زورزياتي ګډوډۍ په شان تاوجنې پيښې په امريکا کې رامنځته شي، د امريکا د قانون اجرا کوونکي څانګې به يې په وړاندې کلکه رويه او سلوک غوره کړي. خو دغسې کړه وړه د ځينو امريکايانو په قول په هانکانګ کې د تش په نوم (( د ديموکراسۍ د موندلو څرګندونې )) دي. له دې څخه ښکاري چې ځينو امريکايانو د خپلې بادارۍ د ساتلو په غرض دوه ګاني معيارونه غوره کړي.
اوس د هانکانګ زيات ښاريان د زورزياتي او ګډوډۍ ختمېدو او د ټولنيز نظم اعاده کېدو ته په تمه دي، خو امريکا د هانکانګ په اړه د تش په نوم قانوني مسوده په رسمي قانون بدله کړې چې شرجوړوونکو ته يې غلط پيغام ورکړی او د هانکانګ ترينګلي حالات يې لا خراب کړي، د امريکا له کړنو څخه د دوه ګوني معيارونه رياکارانه او د بادارۍ څيره څرګنده شوې. امريکا بايد په دې پوه شي چې دوه ګاني معيارونه به هم خپل ځان ته زيانونه ورسوي او خامخا به له نا امېدۍ سره مخامخ شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |