د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د اټومي مسئلې په باب د چين او ايران ترمنځ سلامشوره د دسمبر په لومړۍ نېټه بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وزير ما جاو شيو د ايران د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال سيد عباس اراقچي سره د ايران د ذروي مسئلې د اوسني حالت، د ايران د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون د پلي کولو په اړه ژوره تبادلې وکړې او پراخه موافقه يې کړې ده. دواړه خواوې غواړي تبادلې او همکارۍ ټينګې کړي او د دواړو هېوادونو او نړيوالې ټولنې د ګډو ګټو ساتنه وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |