CRI Online

د چين دولتي شورا د مکاو د خاصې اداري سيمې د ۵م حکومت عمده چارواکي او لوی څارنوال وټاکل

cri     (GMT+08:00) 2019-12-02 10:23:46

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټيشن د خبر له مخې، د چين دولتي شورا د دسمبر په لومړۍ نېټه د چين د ولسي جمهوريت د مکاو د خاصې اداري سيمې د بنسټيز قانون او د دې سيمې د ۵م اجرائيوي رئيس د وړانديز سره سم د دې سيمې د ۵م حکومت عمده چارواکي او لوی څارنوال وټاکل.

جانګ يونګ چون د اجرائيوي او قانوني چارو ادارې د مشر، لي وې نونګ د اقتصاد او ماليې ادارې د مشر، هوانګ شاو ځه د امنيت ادارې د مشر، اوو يانګ يوو د ټولنيز کولتور ادارې د مشر، لوه لي ون د ترانسپورټ او صنعتي چارو د ادارې د مشر، چن ځي جين د فساد پر ضد ادارې د مشر، هه يونګ ان د حکومتي بودجو د څارنې ادارې د مشر، ليانګ ون چانګ د پوليسو ادارې د مشر، هوانګ ون جونګ د ګمرک د مشر او يه شون شنګ د لوی څارنوال په توګه وټاکل شول. د مکاو د بنسټيز قانون سره سم، ياد چارواکي به په د ۲۰۱۹م کال د دسمبر په ۲۰مه نېټه خپلې دندې پيل کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای